د تقليدي تلاوتونو دويمه ملي جشنواره نه يوازې د سيالۍ يو ميدان دی، بلکې د روح او غږ روزنې يو ورکشاپ یا کارځايه هم دی؛ داسې ځای چې د راتلونکي منشاویان او عبدالباسطیان د خپل لویوالي لومړنۍ زمزمې تمرين کوي. په دې جشنوارې کې تقليد کومه موخه نه ،بلکې يوازې يوه مرحله ده، يو پل دی چې زلمیان له خاموالي پختوالي ته رسوي او له لومړنيو زمزمو څخه يو تلپاتې غږ جوړوي.
د ۲۰ ولايتونو ۵۲ قاريان په دې روښانه محفل کې غونډ شوي دي. دوی هر يو د يوه ښار، يوه کور او يوې کورنئ سفيران دي چې له قرآن سره مينه يې په زړونو کې ورپوو کړې ده. دلته يوازې د غږيزو او لهجې مهارتونو د سنجولو ځای نه دی، بلکې د صبر، استقامت او ايمان د ازموينې يو ميدان دی. هغه ځوانان چې په دې ډګر کې قدم ايږدي، نه يوازې خپل غږ، بلکې خپل شخصيت او اراده هم د سنجولو په حال کې ويني.
هر یو غږ چې ددغو زلمیانو له مَرئ راپورته کیږي، د پرمختګ له لارې پرَده لیرې کوي.
ددغې پيښې د ترسره کونکو د وینا په اساس ، هغه څه چې دغه جشنواره له نورو بیلوي، یوازې د قاریانو په زړه پورې غږ نه دی، یوه سیالي ، که څه هم په ملي سویه ترسره شي، که نظر ئې یوازې سیالۍ ته وي ،نو بیا ورڅخه هیڅ شی نه پاتیکیږي له څو غوره نامو پرته . البته دغه جشنواره ، له یوې سیالۍ ورآخوا ده . دا یو داسې ځاي دی چې د تلاؤت راتلونکي جوړونکي روزي ، داسې ځاي چې زلمیان پر غږیزو او د لهجې پر مهارتونو سربیره ، نور درسونه هم زده کوي.
دغه شپې ورځې قزوین د یوې داسې پيښې کوربه دی چې له یوې سیالۍ زیات ، له یوې جشنوارې زیاته ده . دلته داسې ځاي دی چې د معنویّت بوي انګازې او غږونه پورته کیږی او سترګې له روښانه سبا ته غړول کیږي. دلته د سبانیو ستورو د زیږیدا ځاي دی.
څوک څه پوهیږي.؟ ممکنه ده کلونو وروسته ، په یوه نړیوال محفل کې په مصر کې په یوه جومات کې ،یا په رضوي مقدس حرم کې په یوه قرآني محفل کې ،یو غږ پورته شي چې دنیا حیرانه کړي. ممکنه ده همدلته ، ددغې جشنوارې یو نننی قاری ، د تلاؤت په دنیا کې په یوې لوئې نامې بدل شي. او نن سبا و خت راپه یاد کړي ، داسې شپې ورځې چې تراوسه زلمی ؤ، د خپلو استاذانو په تقلید کې ئې هڅه کوله او نه پوهید چې یوه ورځ به استاد شي.
https://iqna.ir/fa/news/4268012